د بشري حقونو لپاره اروپايي محکمې پر بوسنيا هرزګوېنا انتقاد وکړ چې نهدى توانېدلى په موستار ښار کې د ښاروالۍ انتخابات وکړي.
په دغه ښار کې چې په قومي لحاظ سره وېشل شوى، تر يوې لسيزې زياته موده کې د قانوني لانجې له کبله دغه انتخابات نهدي شوي.
د فرانسې په سټراسبورګ کې د بشري حقونو لپاره اروپايي محکمې پرونى حکم د موستار ښار د يوې اوسېدونکې او سياستوالې ايرما باراليا د قانوني شکايت په ځواب کې صادر کړ.
باراليا خپل قانوني شکايت کې استدلال کړى چې موجوده قانوني لانجه د دې سبب شوې چې دا ونهکړاى شي د ښاروالۍ په انتخاباتو کې برخه واخلي.
محکمې چارواکو ته شپږ مياشتې وخت ورکړ چې د ټاکنو په قوانينو کې د تعديلاتو په راوستلو سره په دغه ښار کې انتخاباتو ته زمينه برابره کړي.
په موستار ښار کې ۱۰۶ زره کسان ژوند کوي چې څه کم ٤٩ فيصدهيې کرووات او څه باندې ٤٤ فيصدهيې مسلمان بوسنيايان دي.