د کیوبا ولسمشر له دغه هېواد څخه د روسیې ملاتړ ستایلی

د کيوبا ولسمشر میګل دایاز کانل له ولسمشر ولادیمير پوتين سره وکتل.

د کيوبا ولسمشر د هاوانا او واشنګټن ترمنځ په زياتېدونکي کړکېچ کې له کيوبا څخه د مسکو ملاتړ وستايه.

کرملېن د کيوبا د ولسمشر میګل دایاز کانل خبرې ژباړلي چې پرون‌يې له مسکو دباندې له ولسمشر ولادیمير پوتين سره د کتنې پر مهال کړې وې، "د کيوبا په وړاندې د امريکا د متحده ايالاتو تهاجم په زياتېدو دى."

د روسيې ولسمشر خپل کيوبايي سيال ته ويلي، روسيې تل د کيوبا خپلواک دريځ او مستقل سياست ته ځانګړى تمايل لرلى دى.

ښاغلي پوتين ويلي، "موږ خوشحاله يو چې د کيوبا حکومتوالي په غښتلي کېدو ده."

کيوبا د سړې جګړې پر مهال د پخواني شوروي اتحاد نږدې متحده ګڼل کېده.

مسکو هم د کمونېست رهبر فيډل کاسټرو د حکومت د پياوړتيا لپاره ملياردونه ډالره مالي مرسته کړې ده.

فيډل کاسټرو په ٢٠١٦ میلادي کال کې د ٩٠ کلونو په عمر مړ شو.