د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، په افغانستان کې د سولې د هر ډول هڅې حاکميت او مالکيت بايد د افغانانو په لاس کې وي.
ښاغلي عبدالله دا څرګندونې تېر ماښام په کابل کې د ترکيې د جمهوريت د تأسيس د ٩٦مې کليزې په مناسبت جوړو شويو مراسمو ته وکړې.
هغه وویل، د افغانانو لپاره سوله تل لومړيتوب لري.
ښاغلی عبدالله زیاتوي: "په داسې حال کې چې د انتخاباتو په شپو ورځو کې د خلکو ټول پام رأيو ته وي، بيا هم د افغانستان د وګړو اصلي لومړيتوب چې سوله ده، بايد هېڅکله له ياده ونهباسو. هغه سوله چې مشري او مالکيتيې د افغانانو په لاس کې وي."
د افغانستان اجرائيه رئيس د سولې په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمد الله محب پرون وويل، د سولې خبرې هغه وخت پيلېداى شي چې لومړى طالبان د يوې مياشتې لپاره اوربند وکړي.
طالبانو چې د افغانستان له حکومت سرهیې تل له مخامخ خبرو ډډه کړې، د تېر کال په کوچني اختر کې له اوربند پرتهيې د اوربند لپاره د کابل هر پېشنهاد رد کړى دى.