عمران خان: د سولې مخالف بیانیو او هڅو مخه باید ونیول شي

کابل ته له سفر وروسته ښاغلی خلیلزاد دوشنبه په ورځ (عقرب ۶مه) اسلام اباد ته لاړ، ترڅو له پاکستاني چارواکو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پر درېدلې لړۍ او ځینو نورو مسایلو خبرې وکړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره لیدنه کې یو ځل بیا د سولې له بهیره ملاتړ څرګند کړی او د سولې پر وړاندې د پرتو ستونزو پر لیرې کولو یې ټینګار کړی دی.

کابل ته له سفر وروسته ښاغلی خلیل‌زاد د دوشنبې په ورځ (عقرب ۶مه) اسلام‌اباد ته لاړ، ترڅو له پاکستاني چارواکو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پر درېدلې لړۍ او ځینو نورو مسایلو خبرې وکړي.

د پاکستان اکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، خلیل‌زاد به اسلام‌اباد ته د سفر پر مهال پر صدراعظم عمران خان سربېره د پاکستان له نورو جګپوړو مقاماتو سره هم وګوري.

ورځپاڼې د پاکستان د صدراعظم د دفتر د اعلامیې پر بنسټ ویلي چې عمران خان زلمي خلیل‌زاد ته د افغانستان د سولې په پروسه کې د رښتینې همکارۍ ډاډ ورکړی.

ورځپاڼې لیکلي، "صدراعظم عمران خان ټینګار کړی چې په افغانستان کې د تشدد د کموالي لپاره باید ټولې خواوې عملي ګامونه پورته کړي. همدا شان دې د ځینو کړیو له‌خوا د هغو منفي بیانیو او هڅو مخه دې هم ونیول شي چې تر دې دمه د شوي پرمختګ مخه نیسي."

عمران خان یو ځل بیا ټینګار کړی چې باثباته افغانستان د سوله‌ییز پاکستان لپاره مهم دی او "پاکستان چمتو دی چې څه‌یې په توان کې وي او ممکن وي، د شریک مسؤلیت له مخې د سولې د ژر هوکړې بشپړېدو لپاره ترسره کړي."

دا په روانه میاشت کې پاکستان ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي دوهم سفر دی.

ښاغلی خلیل‌زاد تر دې وړاندې د افغان طالبانو له سفر سره هم‌مهاله اسلام‌اباد ته سفر کړی و.

د یادونې وړ ده چې تېره میاشت د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا له افغان طالبانو سره د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته زلمي خلیل‌زاد یو ځل بیا سیمې ته سفرونه پیل کړي دي.