واشنګټن غواړي د سوریې شمال کې د داعش پر ضد ائتلاف لاپیاوړی کړي

امریکا غواړي چې د سوریې په شمال کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد ائتلاف پیاوړی کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن غواړي چې د سوریې په شمال کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې پرضد ائتلاف نور هم پیاوړی کړي.

د روانې اوونۍ د پیل په عملیاتو کې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي او په جلا پوځي عملیاتو کې د دې ډلې د ویاند له وژل کېدو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي پرون (اکټوبر ۲۸مه) وویل، د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د نومبر په ۱۴مه په واشنګټن کې راټول شي او د امریکا د مأموریت په اړه به بحث وکړي.

داعش ډلې په افغانستان او همداراز د امریکا، فرانسې، انګلستان، جرمني، سعودي عربستان، ایران او ترکیې په ګډون په ګڼو هېوادونو کې یا د ډېرو حملو مسؤلیت منلی او یا یې نور حملو ته هڅولي.