د سوریې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګیر پیډرسن د سوریې په شمال ختیځ کې د اوربند د مودې د غځېدو غوښتنه کړې ده.
پیډرسن د سوریې د اته کلنې جګړې ختمولو لپاره پر یوه سیاسي بهیر ټینګار کوي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ (اکټوبر ۲۸مه) په ژنیو کې خبریالانو ته وویل: "موږ په قوت سره د اوربند د درناوي غوښتونکي یو او موږ په ټول هېواد کې د اوربند غوښتنه مطرح کړې ده."
پیډرسن زیاته کړه، نن سې شنبه به د ترکیې، ایران او روسیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په ژنیو کې وګوري.
دغو درې هېوادونو د سوریې په جګړه کې عمده رول لوبولی دی.
دا لیدنه د سوریې د اساسي قانون د کمېټې تر لومړنۍ غونډې دمخه کېږي.
په همدې حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون دوشنبه وویل چې کرد ځواکونه لا په بشپړ ډول د سوریې له شمال ختیځه نهدي وتلي.
د دې سیمې په جګړه کې د روسیې په منځګړیتوب یوه وقفه رامنځته شوې چې دا موده نن سې شنبه ماښام پای ته رسېږي.