د ټرمپ د استیضاح هڅې؛ د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار شاهدي ورنه‌کړه

ولسمشر ټرمپ ویلي، کوپرمن په دې جرګه کې له شهادت ورکولو معاف دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخوانی سلاکار چارلس کوپرمن د شاهدي ورکولو لپاره د امریکا د استازو جرګې ته حاضر نه‌شو.

د امریکا متحده ایالاتو د استازو جرګې درېیو کمېټو چې دا مهال د ولسمشر ډونالد ټرمپ د احتمالي استیضاح په اړه په تحقیق بوخت دي، له کوپرمن څخه غوښتي وو چې د دوشنبې په ورځ (اکټوبر ۲۸مه) د شهادت ورکولو لپاره ورشي.

خو د استازو جرګې د استخباراتو د کمېټې مشر ادم شیف وویل چې کوپرمن حاضر نه‌شو.

ولسمشر ټرمپ ویلي، کوپرمن په دې جرګه کې له شهادت ورکولو معاف دی.

کوپرمن وروسته یوه دعوا درج کړه څو یو قاضي دا پرېکړه وکړي چې ایا دی د استازو جرګې په احضار لیک عمل وکړي که نه.

ادم شیف زیاته کړه، دا اقدام هېڅ قانوني اساس نه‌لري او ادعا یې کړې چې سپینه ماڼۍ هڅه کوي د کانګرس مخه ونیسي.

د امریکا د استازو جرګې له تېرې میاشتې د ولسمشر ټرمپ د احتمالي استیضاح په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

ادعا شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جولای پر ۲۵مه له خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زلنسکي سره د ټیلیفوني مکالمې پر مهال له هغه غوښتي وو چې د امریکا پخواني ولسمشر مرستیال جو بایډن او د هغه د زوی هانټر په اړه تحقیق وکړي.

جو بایډن د امریکا د راتلونکي کال ولسمشرۍ انتخاباتو ته د دغه هېواد د ډموکرات ګوند عمده نوماند دی.