د کونړ والي وایي د اسلامي دولت ډلې، داعش وسلهوال په دې ولایت کې کلابند دي.
عبدالستار میرزکوال تېر ماښام (عقرب ۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال په چَلَس دره کې د دغو وسلهوالو پر وړاندې سخت عملیات روان دي.
ښاغلي میرزکوال زیاته کړه: "په کونړ کې ډېره لږ سیمه د داعش وسلهوالو په کنټرول کې ده چې هلته عملاً جګړه دوام لري او هغوی کلابند دي. زه باور لرم چې په کونړ کې د هغوی حضور پای ته رسېږي."
نوموړي وویل، وړاندې په دې ولایت کې د داعش وسلهوالو شمېر شااوخوا ۱۱۰۰ ته رسېده.
د ښاغلي میرزکوال په خبره اوس د دغو وسلهوالو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی، خو نوموړي یې دقیق شمېر یاد نهکړ.
د کونړ والي دغهراز زیاته کړه چې د ابوبکر البغدادي وژنې په کونړ کې د داعش وسلهوالو پر فعالیتونو اغېز کړی دی.
البغدادي د اسلامي دولت، داعش ډلې مشر وو چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په خبره د شنبې په ورځ په سوریه کې ووژل شو.
ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړو ځواکونو البغدادي په یوه تونل کې محاصره کړ او هغه له ځان سره چاودېدونکي مواد وچول چې په نتیجه کې یې دی خپله او درې ماشومانیې ووژل شول.