د افغانستان په جنوب کې امنیتي چارواکي وایي، هغه دوه برید کوونکي چې د کندهار په درېیمه امنیتي حوزه کې یې د پولیسو پر ګزمې برید وکړ، لهمنځه تللي دي.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې دغه برید کوونکي تېر ماښام (عقرب ۶مه) شااوخوا شپږ بجې له پولیسو سره په جګړه کې ووژل شول.
د ښاغلي بارکزي په خبره پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
ښاغلی بارکزی وايي: "په برید کې لومړی یو پولیس ووژل شو او یو بل سطحي ټپي شو. وروسته پولیسو برید کوونکي په یوه کوڅه کې محاصره کړل او تر لنډې نښتې وروستهیې دواړه ووژل."
په کندهار ولایت کې کله نا کله ورته بریدونه کېږي.