"د ۲۰۲۰ کال تر جنورۍ له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتل وځنډول شول"

د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټوسک وویل، د اروپايي ټولنې ۲۷ نورو غړو هېوادونو "د بریتانیا هغه غوښتنه ومنله چې بریګزیټ دې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ تر ۳۱ مې وځنډول شي."

اروپايي ټولنې موافقه وکړه چې له دې ټولنې څخه د بریتانیا وتل دې راتلونکې کال جنورۍ تر ۳۱مې وځنډول شي.

د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټوسک پر خپل ټویټر وویل، د اروپايي ټولنې ۲۷ نورو غړو هېوادونو "د بریتانیا هغه غوښتنه ومنله چې بریګزیټ دې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ تر ۳۱ مې وځنډول شي."

نوموړې زیاته کړې "تمه ده چې دا پریکړه به دې اونۍ کې د لیکني مراحلو له لاري رسمي شي."

ددې هوکړې له مخې که چېرې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په اړه د دواړو خواوو توافق رامنځ ته شي، بریتانیا د جنورۍ تر ۳۱ مې مخکې له دې بلاک څخه وتلی شي.

د ټوسک له خوا دا اعلان په داسې حال کې کیږي چې د اروپايي ټولنې ډیپلوماتان په بروکسل کې راټول شوي، ترڅو له دې ټولنې د بریتانیا په وتلو کې ځنډ تصویب کړي چې ټاکل شوې وه د اکټوبر تر ۳۱ مې نیټې له دې ټولنې ووځي.

دا په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په بریتانیا له اروپايي ټولنې څخه ددغه هېواد د وتلو په اړه له ترسره شوې ټولپوښتنې راهېسې دویم ځل دی چې د بریګزیټ (اروپايي ټولڼې څخه د بریتانیا وتل) ضرب الاجل غځېږي.