"کونړ کې د افغان او پاکستاني سرتېرو ترمنځ د جګړې بیا پیلېدو راپورونه"

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د ځايي افغان چارواکو په حواله وايي، پاکستاني ملېشو نن سهار د ډیورنډ کرښې ته نژدې د عامو خلکو پر کورونو ډزې کړي دي.

راپورونه وايي چې د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نن جګړه له سره پیل شوې ده.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د ځايي افغان چارواکو په حواله وايي، پاکستاني ملېشو نن سهار د ډیورنډ کرښې ته نژدې د عامو خلکو پر کورونو ډزې کړي دي.

تر دې مخکې د کونړ د ولایتي شورا منشي شیر زمین خان ازادي راډیو ویلي و چې په ناړۍ سیمه کې د تېرې ورځې په نښتو کې درې افغان میرمنې وژل شوي او درې نارینه ټپیان دي.

د دوشنبې د ورځې نښتو کې تر اوسه د چا د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

په کونړ کې سیمه ییزو چارواکو ازادي راډیو ته ویلي، جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې پاکستاني ملیشو د افغانستان په خاوره کې د پوستې جوړولو هڅه کوله.

د کونړ امنيه قومندانۍ مرستيال حاجې محمد يوسف په سیمه کې جګړه تایید کړې، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

هغه وویل، تازه دمي سرتېري سیمې ته رسیدلي دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه د دې نښتو په اړه څه نه دي ویلي.