د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې چاودنې دوه تنه ووژل

د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ په میترانو کلي کې چاودنې دوه تنه ووژل.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن دوشنبه وویل چې پېښه د کوټ ولسوالۍ د میترانو سیمې په یوه ښوونځي کې چې تازه یې د جوړېدو چارې روانې وې، شوې ده.

د ښاغلي خوګیاڼي په خبره چې په دغه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دې چې په خبره یې، ټول د ښوونځي پر رغنیزو چارو بوخت کارکوونکي وو.

خوګیاڼی وایي چې پېښه د یوه ځای پرځای شوي ماین د چاونې له امله رامنځته شوې ده.

د پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.