د البغدادي وژل کېدل به څومره په افغانستان کې د داعش غړي متاثر کړي؟

د داعش یا اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر البغدادي

د سولې او شخړې د مطالعاتو انسټيټيوټ وايي چې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د مشر ابوبکر البغدادي وژل کېدل به د افغانستان په وضعیت کې کوم تغییر رانه ولي.

دا خبره د دغه انسټیټیوټ یوه لوړپوړي مسؤل حکمت الله اعظمي پرون ماښام له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړه.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون یکشنبه اعلان وکړ چې د اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر البغدادي په سوریه کې د امریکايي ځواکونو په برید کې ووژل شو.

د سولې او شخړې د مطالعاتو انسټيټیوټ له یوه لوړپوړي مسؤل حکمت الله اعظمي سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې او له هغه یې په سر کې همدا پوښتنه کړې چې د البغدادي وژل کېدل عملاً څومره په افغانستان کې د داعش غړي متاثر کولی شي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي اعظمي سره مرکه