ځينو هېوادونو د ابوبکر البغدادي له وژنې هرکلی وکړ

د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي

د امریکا، بریتانیا، فرانسې، اسرائیل، عراق، ترکیې او سوریې چارواکو د ابوبکر البغدادي له وژل کېدو هرکلی کړی، خو دا ټینګار یې هم کړی چې دا به د داعش د خاتمې په معنی نه وي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش مشر ابوبکر البغدادي په سوریه کې د امریکايي ځواکونو په برید کې وژل شوی دی.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن په یوه ټوېټ کې ویلي چې د بغدادي وژل کېدل د داعش په وړاندې د جګړې یوه مهمه لاسته راوړنه ده، خو د هغه په خبره داعش په وړاندې جګړه لا نه ده ختمه شوې.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په یوه پيغام کې ویلي چې دا د یوې اوږدې جګړې یو مهم بریالی ګام و.

اخوا د سوریې د بشري حقونو لندن مېشتې ډلې ویلي چې د البغدادي له وژل کېدو وروسته په سیمه کې د داعش د نورو مشرانو پر ضد عملیات روان دي.

د دې ډلې مشر رامي عبدالرحمن ډي پي اې ته ویلي چې امریکايي پوځیان او د سوریې ډموکراتیک پوځ اېس ډي اېف د البغدادي د لوړپوړي مرستیال ابوالحسن المهاجر په لټه کې دي.