د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ د تحقیق څارنوال ووژل شو

ارشیف

نن له غرمې وروسته د لښکرګاه ښار په نهمه امنیتي حوزه کې موټرسایکل سپرو د ګرمسیر ولسوالۍ د تحقیق څارنوال بهاوالدین په ډزو وواژه.

په هلمند کې د استېناف څارنوالۍ رئیس قاري رحیم الله رسنيو ته ويلي دي چې بهاوالدین په ګرمسیر ولسوالۍ کې د تحقیق څارنوال و، خو په لښکرګاه کې یې خدمتي دنده ترسره کوله.

نوموړي زياته کړې چې څارنوال بهاوالدین له دفتره کور ته پر لاره و چې د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نامعلومو وسله والو په ډزو سره وژلی دی.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

د یادولو ده چې دوه ورځې مخکې هم د لومړۍ امنیتي حوزې د سولې څلورلاري د امنیتي پوستې قوماندان هم د وسله والو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو.