چارواکي: په پکتیا کې ۳ وسله وال له چاودېدونکو توکو سره نیول شوي

په جنوب ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مسؤلین وایي چې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د سهاکو په سیمه کې د یو لړ عملیاتو پر مهال درې تنه وسله وال مخالفین یې له یو شمېر چاودېدونکو توکو سره یوځای نیولي دي.

د یادې لوا رسنیز دفتر ازادي راډیو ته وویل چې هوایي ځواکونو د پکتیکا ولایت د سرحوزې ولسوالۍ په اړونده یوه سیمه کې ۵ تنه وسله وال طالبان وژلي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.