د ننګرهار والي: د هسکې مېنې پر یوه جومات وروستۍ حمله داعش کړې

د هسکې مېنې د جودرې پر جومات د برید د یوه ټپي انځور

د حقیقت څه دی د دې اوونۍ په خپرونه کې مو د ننګرهار له والي شاه محمود میاخېل سره په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د وروستۍ خونړۍ پېښې پر څرنګوالي خبرې کړي دي.

ښاغلی میاخېل وایي چې دا حمله د داعش له خوا شوې وه او په سیمه کې د دې ترورېستي ډلې پرضد پراخ عملیات روان دي.

له شاه محمود میاخېل سره په دې او ځینو نورو مسایلو د ازادي راډیو خبریال اکرام الله اکرام غږېدلی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟