د ژورنالېستانو د ملاتړ یوې نړیوالې ادارې د تاجکستان پر ولسمشر امام علي رحمان غږ کړی چې عاجل اقدام وکړي او دا ډاډ ورکړي چې د ازادې اروپا او ازادي راډیو د خبریالانو په ګډون د تاجکستان ژورنالېستان له خنډ پرته رپوټونه جوړولی شي.
دې ادارې همدا راز پر امام علي رحمان غږ کړی چې بېړنۍ هڅې وګړي چې ډاډ ترلاسه شي چې د تاجکستان خلک د هغه هېواد د پارلماني انتخاباتو پرمهال له خپلواکو او ازادو سرچینو معلومات ترلاسه کولی شي.
د خبریالانو د مصؤنیت کمېټې په نوم دې ادارې له نیویارکه په خپاره کړي بیان کې ویلي چې په تاجکستان کې د رسنیو د سانسور، ژورنالېستانو ته د ګواښونو او هغوی ته د اداري ستونزو له امله سخته اندېښنه لري.
په بیان کې په ځانګړي ډول دا یاده شوې چې د ازادې اروپا او ازادي راډیو د تاجکي برخې خبریالان په تاجکستان کې له کار کولو منعه شوي، ځکه د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د هغوی د کار جواز نه دی منلی.
په تاجکستان کې پارلماني انتخابات په ۲۰۲۰ میلادي کال کې کېږي.
د ژورنالېستانو د مصؤنیت کمېټې امام علي رحمان ته لیکلي چې پر خپلواکو رسنیو سانسور لګول د خلکو پر دې حق چې معلومات ترلاسه کړي، تېری دی او نړیوالو بشري قوانینو ته د تاجکستان تعهد تر پښو لاندې کوي.