په ننګرهار ﮐﯥ ځاﻧﻤﺮګي ﺑﺮﻳﺪ د صفر دوه قطعې ۳منسوبین او ۲ ملکیان وژلي

د ننګرهار د مرکز ﺟﻼﻝ ﺍﺑﺎﺩ ښار ﺍړﻭﻧﺪ ۴مې ﻧﺎحیې د اکمالاتي بېز سیمه ﮐﯥ د ﺻﻔﺮ ﺩﻭه ﻗﻄﻌﯥ پر ځوﺍﮐﻮﻧﻮ ځاﻧﻤﺮګی ﺑﺮﻳﺪ ﺷﻮﯼ.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې په دغه برید کې د صفر دوه قطعې ۳ منسوبین او ۲ ملکي وکړي وژل شوي دي.

ښاغلي خوګیاڼي همدا شان وویل چې په دغه پېښه کې چې نن له غرمې وروسته شااوخوا دوه بجې وشوه، ۶ د صفر دوه قطعې غړي او د ۶ ماشومانو په ګډون ۱۵ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند معرفي کوي، د دې حملې مسؤليت منلى دى.