د تخار د درقد ولسوالۍ افغان ځواکونو بېرته ونېوله

د تخار د درقد ولسوالۍ افغان ځواکونو له وسله والو طالبانو څخه بېرته ونېوله.

د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې له یوې اوونۍ راهیسې د افغان ګډو ځواکونو د درقد ولسوالۍ د بېرته نېولو په هدف تصفیوي عملیات پیل کړي وو او په پایله کې وتوانېدل چې نن سهار ۵ بجې نوموړې ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو ونیسې.

د تخار د والی ویاند محمد جواد هجري ازادي راډیو ته وویل چې په دې عملیاتو کې ۴۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او تصفیوي عملیات لاهم په سیمه کې دوام لري.

د درقد ولسوالۍ د ۸۰ کیلومتره واټن په درلودو سره د تالقانو ښار شمال لوري ته موقعیت لري او کابو دوه میاشتې وړاندې د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شوې وه، خو د افغان ځواکونو د تصفیوي عملیات په پیلېدو سره دغه ولسوالۍ بېرته افغان ځواکونو ونیوه.

نوموړې ولسوالۍ د دې ولایت له ینګې قلعه، دشت قلعه، خواجه بهاوالدین ولسوالیو سره پوله لري او د نوموړي ولایت له سرحدي ولسوالیو څخه شمېرل کېږي.

تراوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.