الیس وېلز د افغانستان د ولسمشرۍ کاندیدان زغم ته هڅولي

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس وېلز

په داسې حال کې چې افغانان په خپل هېواد کې د ولسمشرۍ د ترسره شویو انتخاباتو د ځنډېدلو پایلو د اعلان په تمه دي، امریکا متحده ایالتو د پنجشنبې په ورځ په دې برخه کې پر زغم ټینګار کړی.

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز کابل ته له سفر وروسته ویلي، هغه خوشاله ده چې ټولو مخکښو کاندیدانو د انتخاباتو د پایلو منلو ته ژمنتیا څرګنده کړې ده.

د فرانسې خبري اژانس د الیس وېلز له خولې وايي: "ما د رأیو د شمېرلو د شفافې او باوري پروسې په اړتیا او پر دې چې د افغانستان انتخاباتي بنسټونونه له کوم فشار او لاسوهنې پرته د دې پروسې مشري وکړي، ټینګار وکړ."

نوموړې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدايي نتایجو د اعلان ځنډ ته په اشارې زیاته کړې: "دا مهال په نتایجو کې دقت تر سرعت ډېر مهم دی او ما ټول کاندیدان وهڅول چې زغم وښيي او د انتخاباتو د نتایجو رسمي اعلان ته انتظار وباسي.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړني نتایج د تلې یا د میزان د میاشتې په ۲۷مه نېټه اعلان شوي وای، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، په چارو کې یې رامنځته شوی ځنډ او په سېستم کې د داخلو شویو رأیو د سپیناوي لپاره د زیات وخت اړتیا د دې سبب شوې چې د ولسمشرۍ انتخاباتو د لومړنیو پایلو اعلان وځنډېږي.

تر اوسه نه ده څرګنده چې د انتخاباتو کمېسيون به کله د تلې د شپږمې نېټې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې په ډاګه کړي.