د بغلان سیمه ییز چارواکي وایي چې د دهنه غوري ولسوالۍ درې کاله وروسته بیا د افغان ځواکونو لاسته ورغلې ده.
دغه چارواکي وایي چې د ډنډ غوري ولسوالۍ یوه لویه او مهمه برخه چې په بغلان کې د وسله والو طالبانو اصلي مرکز و، هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلې ده.
د بغلان امنیه قوماندان ویس احمد صمیمي چې پرون مازیګر یې د بغلان د دهنه غوري بازار ته د ننوتو په حال کې یې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل: "دهنه غوري ولسوالۍ په بشپړ ډول پاکه شوې او د ډنډ غوري یوه مهمه سیمه چې له دهنه غوري سره څېرمه پرته ده، هم د افغان ځواکونو لاسته لوېدلې ده."
اخوا په بغلان کې د پامیر قل اردو د درېیمې لوا قوماندان عباس توکلي وایي: "د دهنه غوري او ډنډ غوري په عملیاتو کې د بغلان لپاره د طالبانو د نومول شوي مرستیال والي بختیار په ګډون ۵۸ وسله وال طالبان وژل شوي او له ۶۰ ډېر وژل شوي دي."
د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ کې افغان ځواکونه
طالبانو د بغلان په دغو دوو ولسوالیو کې د خپلو ملګرو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو ادعا کوي چې د پلخمري په عیسی خېلو کې یې په یوه چاودنه کې افغان او امریکایي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د بغلان د دهنه غوري او ډنډ غوري ولسوالیو اوسېدونکو ازادي راډيو ته ویلي چې په دې دواړو ولسوالیو کې د طالبانو په حاکمیت کې خلکو ډېر کړاو لیدلی او د سراسري سولې غوښتنه کوي.