ولسمشر غني نن يه اذربایجان کې په یوه غونډه کې وینا کوي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د اکټوبر په ۲۵مه د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د "غیر منسلکو هېوادونو حرکت" د مشرانو په غونډه کې وینا کوي.

ارګ پرون په یوه بیان کې وویل چې ولسمشر غني په باکو کې د اذربایجان له یو شمېر چارواکو سره جلا جلا کتنې هم لري.

د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د غیر منسلکو هېوادونو د مشرانو دا غونډه به سبا هم روانه وي.

د "غیر منسلکو هېوادونو حرکت" ټولنه تقریباً ۶۰ کاله مخکې د سړې جګړې د اوج په کلونو کې جوړه شوه.

د دې ټولنې هدف په عمومي ډول په نړۍ کې د امنیتي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو پراختیا بلل کېږي.

دا ټولنه ۱۲۰ غړي لري چې افغانستان هم په کې دی.