د بریتانیې صدراعظم غواړي چې د برېکزيټ په اړه انتخابات وشي

د بریتانیې صدراعظم بوریس جانسن

د بریتانیې صدراعظم بوریس جانسن غوښتنه کوي چې له اروپايي اتحادیې د بریتانیا د وتلو (برېکزيټ) د بن بست د ماتولو لپاره د ډېسمبر په ۱۲مه انتخابات وشي.

بوریس جانسن ونه توانېد چې په خپل پارلمان کې هغه توافق چې له اروپايي ټولنې سره یې کړی و، تأیید کړي.

هغه پرون د اکټوبر په ۲۴مه وویل چې د بریتانیې له پارلمانه به وغواړي چې د راتلونکې اوونۍ له پیل سره سم د وختي انتخاباتو د ترسره کولو پر وړاندیز رأيې واخلي.

د بریتانیې پارلمان د سې شنبې په ورځ د بوریس جانسن د برېکزیټ د موافقې له تصویبه ډډه وکړه.

وکیلانو وویل چې د موافقې کتنه او څېړنه زیات وخت غواړي.

په دې ډول د بریتانیې لپاره ناممکنه ده چې د ضرب الاجل له مخې د اکټوبر په ۳۱مه له یوې موافقې سره له اروپايي اتحادیې ووځي.