چارواکي: په پکتیکا کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي

په پکتیکا کې د یوه قوماندان په شمول دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه ناوخته هوایي ځواکونو د پکتیکا ولایت مرکز اړوند ګارو په سیمه کې هوایي برید کړی چې پکې د وسله والو طالبانو سیمه ییز قوماندان خیبر معاون شبیر او دده یو بل ملګری وژل شوي دي.

د ارین په وینا، په برید کې یو عراده موټرسایکل او دوه میله کلاشنکوفونه یې هم تخریب شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو ددې برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.