ځینو امریکايي سناتورانو د سوریې یوه کرد قومندان ته د ویزې صادرېدو غوښتنه کړې

په لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر نه غوښتل شوي چې د کردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو قومندان جنرال مظلوم کوباني ته ژرترژه ویزه ورکړي.

د امریکا د ډیموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوندونو د سناتورانو یوې ډلې له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتي چې د کردانو په مشرۍ د سوریې ډموکراتیکو ځواکونو قومندان ته ویزه ورکړي چې امریکا ته ورشي او د کانګرس غړو ته د سوریې د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

جمهوري غوښتونکو سناتورانو لیندسي ګراهام او مارشا بلکبورن او ډیموکرات سناتورانو کریس فون هولین، جین شاهین او ریچارډ بلومینتال پرون چهارشنبې (اکټوبر ۲۳مه) د بهرنیو چارو وزیرمایک پومپیو ته یو لیک استولی.

په لیک کې له ښاغلي پامپیو غوښتل شوي چې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو قومندان جنرال مظلوم کوباني ته ژرترژه ویزه ورکړي.

په لیک کې راغلي چې دوی د سوریې په شمال کې روان وضعیت ته چې جدي نه دی بلل شوی، ډېره اندیښنه لري.

دغو سناتورانو ویلي، د کوباني ورتګ به هم کانګرس او هم د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې ته ګتور وي.

تردغې غوښتنې څو ساعته مخکې ټرمپ اعلان وکړ چې د سوریې په شمال کې اوس دایمي اوربند ټینګ شوی او ده پر ترکیې هغه بندیزونه لیرې کړې چې په دې سیمه کې د پوځي عملیاتو په تړاویې پرې لګولي و.

ټرمپ یوځل بیا له خپلې هغې پریکړې دفاع وکړه چې د دغو عملیاتو تر پیلېدو دمخه یې له دې سیمې د امریکایي سرتېرو د ایستلو په برخه کې کړې وه.

د ټرمپ د سپټمبرد اوومې نیټې له پریکړې دوه ورځې وروسته، د امریکا ملاتړي کرد ځواکونه د ترکیې د پوځي یرغل پر وړاندې یوازې پرېښودل شول.