سټولټنبرګ: روسیه د وسلو د کنټرول ښه سابقه نه لري

سټولټنبرګ همداراز وویل چې ایرن او شمالي کوریا په نړۍ کې د خطرناکو وسلو په خپرولو لګیا دي.

د ناټو تړون سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، روسیه د وسلو د کنټرول په برخه کې ښه سابقه نه لري.

خو ایرن او شمالي کوریا یې یاد کړي چې په نړۍ کې د خطرناکو وسلو په خپرولو لګیا دي.

د ناټو غړو هېوادونو پرون (اکټوبر ۲۳مه) د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د "وسلو د کنټرول او خلع سلاح د لوړې کچې ډیپلوماسۍ کنفرانس" په نوم غونډه وکړه.

غونډې ته د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل: "د وسلو د کنټرول په برخه کې د روسیې منفي سابقه، د متوسطې کچې اټمي ځواک د کنټرول پر تړون اوړي. روسیې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې په اروپا کې د متعارف ځواک په تړون کې خپل غړیتوب وځنډاوه، خو د ناټو ټول غړي هېوادونه ورته متعهد دي."

خو ښاغلي سټولټنبرګ وویل چې د وسلو کنټرول داسې ستونزه ده چې یوازې روسیه یې برخه نه ده، بلکې د دوو نورو هېوادونو ایران او شمالي کوریا نومونه یې واخیستل چې په زغرده نړیوال اصول تر پښولاندې کوي او په نړۍ کې د خطرناکو میزایلو تکنالوژي خپروي.