په ناټو کې د امریکا متحده ایالتونو استازې کې بېلي هاتچیسون ډاډ ورکړی چې تر ۲۰۲۴ میلادي کاله د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ټول لګښت تأمین شوی دی.
اغلې هاتچیسون پرون (اکټوبر ۲۳مه) د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې خبریالانوته وویل، "دا چې د افغانستان پوځ څومره ښه فعالیت کوي په خبرو کې نه ځایېږي".
د ناټو تړون د غړو هېوادونو د دفاع وزیران به سبا جمعه د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
دغه سازمان کې د امریکا استازې وویل: "موږ د غوڅ ملاتړ ماموریت په تشکیل کې غونډه لرو، خو موږ به همداراز په افغانستان کې د ناټو د ۳۹ غړو په جلسه کې هم خبرې وکړو. زه باید ووایم چې موږ په راتلونکي کال کې هم افغانستان ته بشپړ تعهد لرو، یقیناً چې تر ۲۰۲۴ میلادي کاله د افغانستان ځواکونو ته کافي پيسې لرو."
په ناټو تړون کې د امریکا متحده ایالاتو استازې د دې یادونه هم وکړه چې د وسله والو طالبانو له مکررو هڅو سره سره، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټاکنو ښه امنیت ټینګ کړ.