افشا شوی سند: د ولسمشرۍ ټاکنو ابتدايي پایلې د "عقرب په ۲۱مه اعلانېږي"

خو د ټاکنو کمیسیون مسئولان وايي، ددغې نېټې ټاکل یوه طرحه ده او نه شي ویلای چې دا د ټاکنو ابتدايي پایلو د اعلان دقیقه نېټه ده.

د افغانستان د ټاکنو له کمیسیون څخه افشا شوي سند له مخې چې ازادي راډیو ترلاسه کړی، ددغه کمیسیون اجرايي برخې په پام کې لري چې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې د عقرب په ۲۱مه اعلان کړي.

د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا د پلان رئیسې منعمه منصور ته په منسوب غږیز کلیپ کې هغې ویلي چې دا نېټه د ټاکنو کمیسیون د عملیاتي برخو د رئیسانو په مشوره ټاکل شوې ده.

یوې خپلواکې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې ثبت شوی غږ د اغلې منعمې منصور ده.

خو د ټاکنو کمیسیون کمیشنره رحیمه ظریفي وايي، ددغې نېټې ټاکل یوه طرحه ده او نه شي ویلای چې دا د ټاکنو ابتدايي پایلو د اعلان دقیقه نېټه ده.

اغلې ظریفي زیاته کړه، د میزان شپږمې ولسمشریزو ټاکنو د ابتدايي پایلو د اعلان نېټې باندې کار روان دی.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د مهالوېش له مخې په پام کې وه د ټاکنو پایلې د میزان په ۲۷مه اعلان شي، خو د هغه څه له امله چې تخنیکي ستونزې او په رایو کې د پراخې درغلۍ ادعاوې یادېږي، د پایلو اعلان تر نامعلومې نېټې ځنډېدلی دی.