د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر عراق ته تللی دی

امریکا شاوخوا ۵۲۰۰ سرتیري په عراق کې لري. دا د اسلامې دولت ډلي پر وړاندي د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف یوه برخه ده.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر په یوه نااعلان شوي سفر نن د عراق پلازمېنې بغداد ته رسېدلی دی.

دا سفر داسې مهال شوی چې امریکا د سوریې له شمال ختیځ څخه خپل سرتیري د عراق له لاري باسي.

تمه ده مارک اسپر د عراق له دفاع وزیر نجاح الشمري او د هغه هېواد له صدراعظم عادل عبدالمهدي سره وګورې.

تر دې یوه ورځ دمخه د عراق پوځ ویلي وو، هغه امریکایې ځواکونه چې د سوریې له شماله وځي، په عراق کې د تمېدو اجازه نلري.

د امریکا دفاع وزیر د اکتوبر پر ۲۲ په سعودي عربستان کې وویل، امریکایې سرتیري به متحده ایالاتو ته تر تلو دمخه په موقتي ډول په عراق کې تم شي.

مارک اسپر په ریاض کې له سي ان ان شبکې سره په مرکې کې وویل: "موږ پر دې احتمال غور کوو چې ځیني اضافي سرتیري هلته (په سوریې کې) وساتو، ترڅو ډاډه شو چې د اسلامي دولت ډله او نورې ډلي د هغه هېواد په منځ کې د تېلو زیرمو ته لاسرسی ونلري."

د پنتاګون مشر وړاندي خبریالانو ته ویلي وو چې ټول امریکایې سرتیري چې له سوریې وځي، د عراق لویدیځ ته ځي او هلته به دوی د اسلامي دولت ډلي پر وړاندي عملیاتو ته دوام ورکوي.

امریکا شاوخوا ۵۲۰۰ سرتیري په عراق کې لري. دا د اسلامې دولت ډلي پر وړاندي د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف یوه برخه ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې میاشتي په سر کې پریکړه وکړه چې خپل ټول زر تنه سرتیري به د سوریي له شمال ختیځ څخه وباسي.