روسیه نن د لسګونو افریقایې مشرانو د غونډي کوربه ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د سوچي دا دوه ورځنۍ سرمشریزه له خپل مصري سیال عبدالفتاح السیسي سره په ګډه پرانیزي.

دا غونډه د روسیې په ساحلي ښار سوچي کې داسې مهال جوړیږي چې مسکو په افریقا کې د نفوذ د ډیرولو هڅه کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به دا دوه ورځنۍ سرمشریزه د خپل مصري سیال عبدالفتاح السیسي سره په ګډه پرانیزي.

السیسي د افریقایې ټولني مشري هم کوي.

کرملین ویلي، د افریقا د ۵۴ هېوادونو او حکومتونو له مشرانو څخه ۴۳ یې په دې غونډه کې ګډون منلی دی. د کرملین په خبره ولسمشر پوتین به له دیارلسو افریقایې مشرانو سره دوه اړخیزي غونډي هم ولري.

لویدیځ هېوادونه او چین له وړاندي په افریقا کې یو ثابت ځای لري. روسیه او هند هڅه کوي چې په دې وچه کې نفوذ ولري.