پروان کې پولیسو څلور طالب قومندانان نیولي دي

د پروان امنیه قومندانۍ ویاند محمد محفوظ ولي زاده وايي، دوو قومندانانو د غوربند دره کې د جګړې مسئولیت درلود او دوه نور یې بغلان کې د طالبانو قومندانان دي.

د پروان امنیتي چارواکي وايي، پولیسو د طالبانو څلور قومندانان په دغه ولایت کې نیولي دي.

د پروان امنیه قومندانۍ ویاند محمد محفوظ ولي زاده نن ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو دا قومندانان چې د ننګرهار او بغلان اصلي اوسیدونکي دي او پولیسو د کشفي او استخباراتي معلوماتو پر مټ ونیول.

ښاغلي ولي زاده زیاته کړه چې دغه څلور کسان د جبل السراج ولسوالۍ د پل متک په مربوطاتو کې داسې مهال نیول شوي چې غوښتل یې د غوربند درې ته لاړ شي.

ددوی دوو قومندانانو د غوربند دره کې د جګړې مسئولیت درلود او دوه نور یې بغلان کې د طالبانو قومندانان دي.