ترکیه: سوریه کې له اوسنۍ سیمې بهر د کرد جنګیالیو پرضد د عملیاتو اړتیا نشته

د ترکیې او روسیې ولسمشرانو پرون د تورې بحیرې په سوچي استراحت ځای کې د کتنې پرمهال د سوریې شمال کې د اوربند دغه موافقه وکړه.

ترکیې اعلان کړی د سوریې په شمال ختیځ کې د عملیاتو له اوسنۍ ساحې بهر د کرد جنګیالیو پر ضد د عملیاتو اړتیا نه لیدل کیږي.

د ترکیې دفاع وزارت پرون (اکټوبر ۲۲مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې نوي عملیات نه پیلوي ځکه امریکا متحده ایالتونو انقرې ته معلومات ورکړی چې کُرد ملیشې د سوریې د شمال له سرحدي سیمو وتلي دي.

پرون د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د روسیې په ساحلي ښار سوچي کې شپږ ساعته غونډه وکړه.

په دې دوه اړخیزه غونډه کې موافقه وشوه چې د سوریې په شمال ختیځ کې ګډې ګزمې وشي او کُرد جنګیالیو ته بیا نوی ضرب الاجل ټاکلی چې له سیمې پوره ووځي.