د ناټو دفاع وزیران سبا بروکسل کې د افغانستان په اړه خبرې کوي

د ناټو غړو او ددغه سازمان ملګرو هېوادونو دفاع وزیران به د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو او هم په دغه هېواد کې د سولې له بهیر څخه د ملاتړ اعلان وکړي.

ټاکل شوې ده چې د ناټو دفاع وزیران په بلجیم کې سبا پنجشنبې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

د ناټو د سرمنشي مرستیال ویاند پیرز کزالي په پلازمېنه بروکسل کې ازادي راډیو ته د دې غونډې په اړه وویل: "دفاع وزیران به د افغانستان د ماموریت په برخه کې خپله ژمنه بیا وکړي، یعني هم به د پوځیانو په برخه کې او هم د هغوی د تمویل په برخه کې."

هغه وویل، هدف دا دی چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه لا پياوړي شي او وکولی شي چې له نړیوال تروریزم سره مبارزه وکړي ترڅو د یوې تلپاتې سولې ټینګیدو ته زمینه برابره شي.

په بروکسل کې به د سبا ورځې په غونډه کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د ښکېلو هېوادونو دفاع وزیران برخه واخلي او د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد به هم پکې ګډون وکړي.