د امریکا دفاع وزیر له سعودي چارواکو سره د خبرو لپاره ریاض ته تللی

د روېټرز اژانس د راپور له مخې ریاض ته د اسپر د سفر یو هدف دا دی چې ریاض ته د دوه اړخیزو اړیکو ډاډ ورکړي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر پرون د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته رسېدلی او له پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره‌یې کتلي دي.

دا د روان کال له دوبي راهیسې چې اسپر د امریکا د دفاع وزیر په توګه دنده پیل کړې، په سیمه کې د امریکا نږدې متحد سعودي عربستان ته د هغه لومړنی سفر دی.

د روېټرز اژانس د راپور له مخې د هغه د دې سفر یو هدف دا دی چې ریاض ته د دوه اړخیزو اړیکو ډاډ ورکړي.

ریاض ته له رسېدو سره سم اسپر د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له مشر جنرال جوزف ووټل سره چې په منځني ختیځ او افغانستان کې د پوځي عملیاتو دنده ورله غاړې ده، وکتل.

امریکا د روان کال د مې له میاشتې راهیسې سعودي عربستان ته نور درې زره سرتېري استولي چې د دې هېواد د هوایي ځواکونو په ګډون دفاعي وړتیاوې یې پیاوړې کړي.

سیمې ته د دغو ځواکونو له استولو سره سره، د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر هغې پرېکړې انتقاد شوی چې د سوریې له شمالي برخې یې په ناڅاپي توګه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په برخه کې کړې ده.

منتقدینو پر دې سربېره چې له خپلو متحدینو سره‌یې د واشنګټن ژمنې تر پوښتنې لاندې راوستې دي، دا یې هم ویلي چې په دې سره به په سیمه کې د روسیې د نفوذ لا پراختیا ته لاره هواره شي.

خو د امریکا یوه جګپوړي دفاعي چارواکي وویل، متحده ایالات بیا هم غواړي چې ورته په سیمه کې د انتخاب لپاره د یوه شریک په توګه وکتل شي. دغه چارواکي چې نوم‌یې نه‌دی څرګند شوی ویلي، روسیه که هڅې یې د روزنې یا د پوځي تجهیزاتو په برخه کې دي، د اعتماد وړ نه‌ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اوونۍ سعودي عربستان ته په سفر کې چې په څه باندې یوه لسیزه کې یې سیمې ته لومړنی سفر و، داسې نښې څرګندې کړې چې مسکو په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخوالي په لټه کې دی.

پوتین داسې مهال له ریاض څخه کتنه وکړه چې د روسیې پوځ په سوریه کې لاسته راوړنې لرلې او د سیمې له سیالو هېوادونو سره‌یې اړیکې او د انرژۍ همکارۍ پیاوړې کړې دي.

پرون په ریاض کې دغه‌راز د عربي هېوادونو او د امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، پاکستان او جنوبي کوریا پوځي مشرانو غونډه وکړه او د کښتیو د ازادانه تګ راتګ او په سیمه کې یې د ایران د فعالیتونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ایران تېره اوونۍ د سيمې له قدرتونو وغوښتل چې د یمن د جګړې په ګډون په سیمه کې د کړکېچ د هواري لپاره له ډيپلوماسۍ کار واخلي.

ایران او سعودي عربستان په سیمه کې دوه مهم سیالان بلل کېږي. دواړو هېوادونو د یمن په کورنۍ جګړه کې د دوو بېلابېلو جنګي لورو ملاتړ کوي.