د جاپان نوي امپراتور ناروهیتو د واک تاج پر سر کړ

۵۹ کلن ناروهیتو ته قدرت د هغه له پلار، امپراتور اکیهیتو رسېدلی دی.

د جاپان نوي امپراتور ناروهیتو نن (اکټوبر ۲۲مه) په رسمي ډول د واک تاج پر سر کړ.

دغو ځانګړو مراسمو کې د افغانستان د ولسمشر په ګډون د ۱۷۰ هېوادونو رهبران حاضر وو.

۵۹ کلن ناروهیتو ته قدرت د هغه له پلار، امپراتور اکیهیتو رسېدلی دی.

نوموړی د جاپان لومړی امپراتور دی چې تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته زېږېدلی دی.

د جاپان نوي امپراتور په اکسفورډ پوهنتون کې زده‌کړې کړې دي.

د هغه مېرمن، ماساکو نومېږي، د جاپان پخوانۍ ډیپلوماته او د هاروارډ پوهنتون له زده‌کوونکو ده.

د جاپانیانو په باور، دا هېواد د نړۍ تر ټولو زړه شاهي سلسله لا هم پالي. هغوی باور لري چې د جاپان د شاهي سلسلې تاریخ ۲۶۰۰ کلونو ته رسېدلی دی او دا د خپل هېواد له فرهنګي میراثونو ګڼي.