د کاناډا پارلماني ټاکنې؛ ښايي حاکم لېبرال ګوند د پارلمان اکثریت ونه‌ګټي

۴۷ کلن جسټن ټروډو پرون مخکې له مخکې په مونټریال کې خپلو پلویانو ته د بري مبارکي ورکړه.

د کاناډا په پارلماني ټاکنو کې به اوسنی لېبرال صدراعظم جسټن ټروډو د پارلمان له ۳۳۸ څوکيو ډېرې وګټي.

د کاناډا په پارلمان کې دا ګټه به جسټن ټروډو ته وخت ورکړي چې یو حکومت جوړ کړي، خو داسې ګڼل کېږي چې لېبرالان ښايي د اکثریت په ګټلو ونه‌توانېږي. که چېرې مطلق اکثریت ونه‌ګټي، هغوی به مجبور وي چې په قدرت کې د پاتې کېدو او د قوانینو د تصویب لپاره پر نورو ګوندونو تکیه وکړي.

د کاناډا د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې به نن د اکټوبر په ۲۲مه اعلان شي.

۴۷ کلن جسټن ټروډو پرون مخکې له مخکې په مونټریال کې خپلو پلویانو ته د بري مبارکي ورکړه.