په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر ویلي، په افغانستان کې په تېر یوه کال کې د امریکایي سرتېرو شمېر شاوخوا دوه زره تنه کم شوی دی.
ښاغلي میلر نن (اکټوبر ۲۱مه) په کابل کې د امریکا له دفاع وزیرمارک اسپر سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، لکه څنګه چې موږ په افغانستان کې له خپلو شریکانو سره کارکوو، تل د ځواکونو عیارولو ته هم پام کوو.
میلر زیاته کړه، دی ډاډه دی هغه وړتیا او ظرفیتونه چې د هدفونو د ترلاسه کولو لپاره ورته په افغانستان کې اړتیا ده لري او هغه په دغه هېواد کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، هغوی ته د سلاورکولو او ملاتړدوام دی.
د امریکا دفاع وزیرمارک اسپر په دغه هېواد کې پرمختګونه وستایل او ويې ویل: "هغه څه چې ما په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ترمنځ د شراکت په نتیجه کې لیدلی، زه یې تشویق کړی یم. یوځل بیا وایم چې موږ خپل ماموریت ته ژمن یو، هغه ماموریت چې دا مسئله یقیني کوي چې افغانستان د تروریستانو په پناه ځای بدل نشي چې پر متحده ایالتونو او زموږ پر متحدینو حمله وکړي."
په کابل کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سني لیګیټ وویل چې د دغو ځواکونو کمول د سرتېرو د کمېدو د هغه بهیر برخه ده چې د د دغو ځواکونو د عمومي قومندان په توګه د جنرال میلر د دندې له پیلیدو سره پیل شو او هغه د هغه پلان برخه نه ده چې په ترڅ کې یې په دغه هېواد کې د امریکایي سرتېرو شمیر۸۶۰۰ تنو ته را کمیږي.
دا هغه شمیره وه چې مخکې د امریکا او طالبانو د استازیو ترمنځ د سولې د خبرو په څو وروستیو پړاوونو کې مطرح شوې وه.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر په کمېدو سره، په دغه هېواد کې په اوس وخت کې د امریکایي ځواکونو شمېر شاوخوا ۱۲ زرو ته رسیږي.
تراوسه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر شاوخوا ۱۴ زره تنه ښودل شوی و.