لبنان کې اعتراضونه؛ د حکومت کابینې د اصلاحاتو یوه نوې بسته تصویب کړه

په دې تازه اقدام کې د چارواکو او د پارلمان د استازو امتیازونه کمېږي.

د لبنان کابینې د اصلاحاتو یوه بسته تصویب کړه چې په نتیجه کې یې د دغه هېواد اقتصادي بحران پای ته ورسېږي.

د لبنان صدراعظم سعد حریري د دوشنبې په ماښام (اکټوبر ۲۱مه) په یوې ټلوېزیوني وینا کې وویل، دا اصلاحات تر ۷۲ ساعته ضرب‌الاجل وروسته تصویب شول.

حریري په دې تازه اقدام کې د چارواکو او د پارلمان د استازو د امتیازونو د کمېدو خبره هم وکړه.

ده وویل: "د اوسنیو او پخوانیو ټولو استازو او وزیرانو معاشونه ۵۰ سلنه کمېږي. د بیارغونې او پراختیا د کمېټې بودجه چې په جنوب کې د بې‌ځایه شویو لپاره کار کوي، ۷۰ سلنه کمېږي."

لبنان په وروستیو څو ورځو کې د پراخو حکومت ضد مظاهرو شاهد وو چې په څو وروستیو لسیزو کې یې ساری نه‌درلود.

د دوشنبې په ورځ هم زرګونه کسان د بیروت سړکونو ته راووتل او د اصلاحاتو او دندې د موندلو لپاره‌یې د حکومت د اقداماتو غوښتنه کوله.

داسې ښکاري چې تازه اقدام یو شمېر اعتراض کوونکي قانع کړي دي.