د فرانسې ولسمشر خپل روسي سیال ته ویلي چې پاریس د سوریې په شمالختیځ کې د اوربند د تمدید غوښتونکی دی.
د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، امانوئل مکرون د اکټوبر پر ۲۱مه له ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې او له ډیپلوماتیکو لارو یې د سوریې په شمال کې د اوربند د غځېدو او د کړکېچ د ختمېدو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د ترکیې د موافقې له مخې نن ماښام په سوریه کې د کرد ځواکونو پر وړاندي د ترکیې د عملیاتو توقف یا د اوربند وخت پای ته رسېږي.
ترکیې خبرداری ورکړی چې د اکټوبر د ۲۲مې تر ضربالاجل وروسته به، پر هر هغو کرد جنګیالیو برید وکړي چې په خوندي زون کې پاتې شوي وي.
تمه ده د روسیې او ترکیې ولسمشران ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان نن سې شنبه د روسیې په سوچي ښار کې سره وګوري.