د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د دغه هېواد تر پارلماني انتخاباتو وروسته د ائتلافي حکومت په جوړولو کې ناکام شو.
نتانیاهو چې د ښي اړخي لیکود ګوند مشر دی ویلي چې خپلې هڅې دروي او د نوي حکومت د جوړولو واک د دغه هېواد ولسمشر رووین ریولین ته بېرته سپاري.
ریولین ویلي چې دی به اوس له بېلابېلو سیاسي ګوندونو سره سلا مشورې وکړي، ترڅو ورته ووایي چې په پام کې لري دا دنده د نتانیاهو عمده سیال او د مرکزي "شین او سپین ګوند" مشر بینې ګانتس ته وسپاري.
د اسرائیل د ولسمشر تر دې اعلان دمخه نوموړي روانه اونۍ دوه ځله له نتانیاهو او ګانتس سره ولیدل.
دواړه ګوندونه ونهتوانېدل د تېرې میاشتې په پارلماني انتخاباتو کې لوی اکثریت وګټي.