د ارګ د یوې اعلامیې له مخې ولسمشر اشرف غني پرون دوشنبه د جاپان پلازمېنې توکیو ته ورسېد او ټاکل شوې نن (اکټوبر ۲۲مه) د جاپان د نوي امپراتور د تاج اېښودلو په مراسمو کې ګډون وکړي.
په اعلامیه کې په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړل شوي چې د ولسمشر غني او جاپاني چارواکو ترمنځ خبرې به پر کومو مسایلو ورټول وي.
جاپان په تېرو ۱۸ کلونو کې څه باندې یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه ډالر له افغانستان سره مرسته کړې ده.
توکیو دغهراز په ۲۰۰۲ او ۲۰۱۲ کال کې له افغانستان سره د مرستو د دوو لویو نړیوالو غونډو کوربهتوب هم کړی دی.