د اقليمي تغییراتو زیان تر ډېره افغانستان ته رسېږي

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، که د شین اقلیم نړیوال صندوق دغه هېواد سره مرسته وکړي، دا اداره کولای شي، تر ۲۰۳۰ کال پورې د ګلخانه‌اي ګازاتو انتشارات ۱۳،۶ سلنې ته راښکته کړي.

د دغې ادارې رئیس شاه زمان میوندي د دوشنبې په ورځ (میزان ۲۹مه) په کابل کې د اقلیمي بدلونونو د نړیوالې اوونۍ په نمانځ‌غونډه کې وویل، سره له دې چې په اقلیمي بدلونونو کې د افغانستان ونډه کمه ده، خو دغه هېواد ته‌یې زیات زیان رسېږي.

ښاغلی میوندي زیاتوي: "دغه مرستې چې موږ یې غوښتونکي یو، هغه مو مشخصې کړي. ۱۷،۴ میلیارده ډالر مو اعلان کړي. له ۲۰۲۰ تر ۲۰۳۰ د ۱۰ کلونو لپاره مو اړتیا ده. که دا اندازه پیسې موږ ته برابرې شي، موږ کولای شو خپلې ژمنې پوره کړو او اقلیمي بدلونونه راکم کړو."

ښاغلي میوندي دا هم وویل چې تر دې دمه دغې ادارې د شین اقلیم له نړیوال صندوق نه له ۳۰۰ زره ډالرو پرته نوره مرسته نه‌ده ترلاسه کړې.

په حمامونو او د خښتو په بټیو کې د بې‌کیفیته سونګ توکو کارول، د زړو نقلیه وسایطو ګرځېدل، د اوبو ناسمه کارونه او په ښارونو کې د نفوسو زیاتېدل په افغانستان کې د هوا ککړتیا او اقلیمي بدلونونو عمده لاملونه دي.

د شین اقلیم نړیوال صندوق اداره د اقلیمي بدلونونو له امله له بېلابېلو زیامنو شویو هېوادونو سره مرستې کوي چې ستونزې یې راکمې کړي او د راتلونکو احتمالي ګواښونو ته چمتووالی ولري.