دولتي ادارې د وارداتي مېوو پر ځای د میدان وردګ مڼې پېري

د میدان وردګ د کرنې رئیس ولید احمد تسل ازادي راډیو ته وویل، د وردګو مڼې به د دولتي ادارو د خوړو په مینو کې د بهرنیو مېوو پر ځای په پام کې نیول کېږي.

د میدان وردګ ولایت د کرنې، اوبه لګونې او مالدارۍ ریاست وايي، حکومت د مڼو له سوداګرو سره یوه هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې به‌یې د دغه ولایت له بڼ‌والو مڼې وپېرل شي.

د میدان وردګ د کرنې رئیس ولید احمد تسل ازادي راډیو ته وویل، د وردګو مڼې به د دولتي ادارو د خوړو په مینو کې د بهرنیو مېوو پر ځای په پام کې نیول کېږي.

ښاغلی تسل وايي، سږ کال په میدان وردګ کې د مڼو حاصلات زیات و او په تخمیني ډول‌یې د حاصل اندازه نږدې ۱۲۰ زره ټنه وه.

هغه وویل، دوی هڅه کوي چې له نورو لارو په ګټه اخیستو هم د مڼو د خرابېدو مخه ونیسي او ورته بازار پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په ځلونو د دغه ولایت کروندګرو او بڼ‌والو شکایت کړی چې مڼو او نورو تازه مېوو ته‌یې حکومت بازار نه‌شي پیدا کولای.