په کندهار او ارزګان کې ۱۳ وسلهوالو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دغه وسلهوال د کندهار په ميوند او د ارزګان په ګېزاب ولسواليو کي مړه او ټپيان شوي دي.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحيی علوي ازادي راډيو ته وويل چې د ميوند ولسوالۍ د سره بغل په سیمه کې د افغان ځواکونو سره نښته کې ۶ وسلهوال وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.
علوي زياتوي چې د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې هم د ملي اردو له ځواکونو سره په جګړه کې د مولوي نصرالله د ډلې اړوند ۲ وسلهوال وژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د ویاند په خبره، په دغو پېښو کې افغان ځواکونو ته د وسلهوالو يو شمېر وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.