د امریکا په جورجیا ایالت کې درې امریکايي سرتېري وژل شوي

په امریکا کې د یوې پېښې سیمه (د ارشیف انځور)

درې تنه امریکايي سرتېري پرون د امریکا متحده ایالاتو په جورجیا ایالت کې وژل شوي دي.

د امریکا پوځ ویلي چې دا سرتېري په یوه زرهي موټر کې ناست وو او د تمرینونو په وخت په یوه پېښه کې وژل شوي دي.

د دوی تر څنګ درې نور سرتېري ټپیان هم دي چې ژر روغتون ته انتقال شوي.

د وژل شویو او ټپي امریکايي عسکرو هویت نه‌دی روښانه.