په هانک کانګ کې مظاهرهچیانو تر دوه اوونۍ ځنډ وروسته یو وار بیا مظاهرې وکړې.
په پرونیو مظاهرو کې خلک له پولیسو سره لاس او ګرېوان شول او پولیسو هم د مظاهرهچیانو په وړاندې اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه.
مظاهرهچیانو له چاودېدونکو موادو ډک بوتلونه په سړکونو ویشتل.
د اخوډب په نتیجه کې د اوښتې مرګ ژوبلې راپورونه تر اوسه نهدي خپاره شوي.
په هانک کانګ کې لکونو خلکو وروسته له هغه مظاهرې پيل کړې چې حکومت غوښتل چین ته بندیان واستوي.
دوی د هانک کانګ د حکومت په وړاندې چې نیمه کورواکی دی، ودرېدل او مظاهرې یې ان دومره پراخې شوې چې د هانک کانګ په تاریخ کې یې سابقه نهده لیدل شوې.
له جون میاشتې راهیسې په دې پيل شویو مظاهرو کې تر اوسه د زرګونه کسانو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي او حکومت دوه نیم زره مظاهرهچیان نیولي دي.