د پاکستاني او هندي ځواکونو په نښته کې ۴ ملکيان او ۳ سرتېري وژل شوي

هندي ځواکونه

راپورونه وايي چې په کشمیر کې د پاکستاني او هندي ځواکونو په نښته کې لږترلږه ۴ ملکي وګړي او ۳ سرتېري وژل شوي دي.

له دواړو خواوو څخه بېلابېل رارسېدلي راپورونه وايي چې ښايي د تېرې شپې په دې نښته کې د تلفاتو شمېر زیات شي.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور نن پر ټویټر په یو بیان کې د دې حملې پړه پر هند اچولې او وايي، د هند پوځ د کنټرول د کرښې له بلې غاړې د توپ ډزې وکړې چې هدف یې عمداً د ملکي وګړو په نښه کول وو.

هغه زیاتوي چې پاکستاني سرتېرو په ځوابي ډزو نهه هندي سرتېري ټپیان کړي دي.