ترکیه: له سوریې سره پر پوله امن زون کې یو وسله وال کُرد هم نه غواړو

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، له سوریې سره پر پوله په امن زون کې حتی د یوه وسله وال کُرد پاتې کېدل هم نه غواړي.

مولود چاووش اوغلو نن یکشنبه وویل، ترکیه به له روسیې او هغو نورو ځواکونو سره چې د سوریې د ولسمشر په ملاتړ جګړه کوي، د سوریې له منبېج او کوباني سیمو څخه د کُرد وسله والو د ایستلو په اړه بحث وکړي.

له دې مخکې د سوریې د کُرد وسله والو یو مشر ویلي و چې که د ترکیې په مشرۍ ځواکونه کُرد وسله والو او ملکي وګړو ته له دې سیمو د وتلو اجازه ورکړي، نو د امریکا په منځګړتوب اوربند سره د همغږۍ لپاره به د ده تر قوماندې لاندې ځواکونه هم له دې سیمې ووځي.

ټاکل شوې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سې شنبې په ورځ د روسیې په سوچي ښار کې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنه کې په دې اړه نور بحث وکړي.