د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، پاکستان د انارو بیي درې برابره لوړې کړي.
د دې خونې مرستیال محمد یونس مومند نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې له حکومته وغوښتل چې دا ستونزه هواره کړي.
ده وویل: "حکومت باید دا ستونزه هواره کړي، که نه مونږ به مجبور شو چې د ګاونډيو هېوادونو په تازه مېوو د محصول د زیاتېدو غوښتنه وکړو."
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې پاکستان ژمنه کړې وه چې پر افغان سوداګرو به مالیاتي محصول راټيټوي.
خو سوداګر وايي چې دغه ستونزه هم لا پرځای ده.